د تورخم له لارې د کډوالو چټکه راستنېدنه او په ننګرهار کې د پولیو ناروغۍ د زیاتېدو اندېښنه

اطلاعات روز: د ننګرهار روغتیایي مسوولین د تورخم له لارې د افغان کډوالو چټکې راستنېدو ته په اشارې سره په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف وایي، چاپېریال کې د پولیو ویروس خپرېدو او د تورخم له لارې له پاکستان څخه د افغانانو ‌راتګ ختیځ کې د ماشومانو ترمنځ د پولیو ناروغۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.

شریف وویل: «هغه کډوال چې د تورخم له لارې هیواد ته راستنېږي، نو په دوی کې د پولیو ناروغۍ زیاته ده ځکه هغوی ته په پاکستان کې څه ډول چې لازمه ده، واکسین نه دي تطبیق شوي نو اندېښنه هم دا ده چې د کډوالو په رستنېدو سره به په ختیځ زون او ځانګړي ډول ننګرهار کې دا ناروغۍ لا پسې خپره شي، خو بیا هم مونږ د واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړې.»

بلخوا عام وګړي نیوکه کوي او وایي، که څه هم هر کال د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره میلیونونه ډالر مصرفېږي، خو بیا هم دغه ویروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی او د ماشومانو ژوند ته یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د جلال اباد ښار یو اوسېدونکی امین الله وايي، په ټولنه کې د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله لا هم اکثره خلک د پولیو د واکسین په تړاو بېلابېل شکونه لري.

هغه وویل: «خلک هم ملامته دي چې د پولیو واکسین نه تطبیقوي او روغتیایي چارواکي په دې ملامته دي، چې تر اوسه یې د دې ناروغۍ مخنیوی ونه کړ؛ هر کال په میلیونونو ماشومانو ته واکسین کېږي او پېسې مصرفیږي، خو هیڅ ځای نه نیسي.»

په همدې حال کې د پولیو نړیوال نوښت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، د وروستیو کلونو پر مهال افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې بشري بحرانونه د پولیو د خپرېدو لامل شوي دي.

افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ دی وړل شوی.