ګوتریش: افغانستان کې په درېیو میاشتو کې له دوه زرو او ۲۰۰ څخه زیاتې امنیتي پېښې ثبت شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وايي، چې د روان کال د فبروري له لومړۍ نیټې څخه د اپریل تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې دوه زره او ۲۲۹ امنیتي او د خوندیتوب پیښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی راپور، چې نن (پنجشنبه، ۲۹ د غبرګولي) خپور شوی، پکې راغلي چې دا پیښې د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله درې سلنه زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه په افغانستان کې د غلاوو په کچه کې د اووه سلنې زیاتوالي راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د دې راپور په موده کې په افغانستان کې ۱۷۵ غلاوې ثبت شوې دي.

انټونیو ګوتریش په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه لا هم دوام لري او زیاتوي چې د دغه ډلې په یو برید کې چې د طالبانو د ښار او کور جوړولو پر وزارت شوی، درې کسان وژل شوي او ۱۰ تنه، چې پکې د یاد وزارت یو مرستیال هم شامل دی ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، چې داعش د فبروري په ۱۱مه په کندز کې پر طالبانو هم برید وکړ، چې لږترلږه ۱۹ کسان یې ووژل، چې څلور ملکي وګړي او ۱۵ طالبان پکې شامل وو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو مخالفان په دې موده کې له دې ډلې څخه هیڅ سیمه نه ده نیولې، خو بریدونو ته یې دوام ورکړی دی.

د دې راپور له مخې، د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» په دې موده کې ۵۶ بریدونه، د «افغانستان د آزادۍ جبهې» ۱۶ بریدونه او د «افغانستان د آزادۍ غورځنګ» درې بریدونه ترسره کړي او د ۱۱ نورو بریدونو مسوولیت کوم ډلې نه دی منلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو او د لارو بندیدو یادونه هم کړې.

هغه د تحریک طالبان پاکستان د قومندانانو او غړو د وژل کېدو یادونه هم کړې، چې د افغانستان څخه پاکستان ته د تېرېدو هڅه یې کوله. نوموړي ویلي، چې د اپرېل په ۲۲مه نېټه، ۱۸ وسله‌وال هغه مهال ووژل شول، کله چې دوی د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له سرحدي سیمو څخه پاکستان ته د تېرېدو په حال کې وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، چې د اپریل په ۲۷مه، د پاکستان پوځ هم د ۵۴ وسله والو د وژلو راپور ورکړ کله چې یې هڅه کوله له افغانستان څخه هغه هیواد ته ننوځي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۳۰مې پورې، داسې ۲۲ امنیتي او د خوندیتوب پېښې ثبت شوي چې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو یې اغېز کړی دی.

ملکي تلفات

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې ویلي، چې له جګړو پاتې چاودېدونکي توکو په چاودنو او همدارنګه د داعش ډلې او د طالبانو د مخالفینو له لوري د لاسي بمونو بریدونو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي دي.

هغه څرګنده کړې، چې د راپور ورکولو په یاده موده کې د دې بریدونو او چاودنو په پایله کې لږ تر لږه اووه ملکي وګړي، چې شپږ نارینه او یوه ښځه پکې شامله وه، وژل شوي او ۳۹ ملکي وګړي، چې ۳۸ نارینه او یو هلک پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، چې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ سرحدي نښتو هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي ویلي، چې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په پکتیکا کې یو جومات د هوايي برید هدف وګرځېد چې له امله یې درې کسان ووژل شول او د مارچ په پنځمه نېټه د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې په ننګرهار کې درې نارینه خبریالان ټپیان شول او همدا راز د مارچ په ۲۸مه نېټه د پاکستان له لوري پکتیکا کې پر یوه کور په هوايي برید کې لږ تر لږه اووه تنه، چې څلور نجونې او درې هلکان پکې شامل وو، وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، ناچاوده توکي ملکي وګړو په ځانګړي توګه ماشومانو ته زیان رسوي او په ټکو یې چې راپور ورکولو په موده کې د دې چاودیدونکو توکو چاودنو له امله ټولټال ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.