جلال اباد او مهترلام ښارونو کې د برېښنا پر ناانډوله وېش د خلکو نېوکې

اطلاعات روز: د جلال اباد او مهترلام ښارونو یو شمېر اوسېدودنکي شکایت کوي، چې د اوړي موسم په رارسېدو او د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې ورځني ژوند کې ستونزو سره مخ شوي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عرفان الله وایي، په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوي د تېر اوړي په پرتله څو برابره زیاته شوې او ان په ۲۴ساعتونو کې له له درېیو تر پنځو ساعتونو په نامنظم ډول برېښنا لري.

عرفان الله زیاتوي: «هر کال جلال اباد ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ وي، خو په دې برخه کې بنسټېز کار ونشو او همدا لامل دی چې لا تراوسه د برېښنا ستونزه نه ده حل شوې.»

د جلال اباد ښار بل اوسېدونکی ضیاالرحمن هم ورته شکایت کوي او زیاتوي، چې نه یوازې یې د برېښنا پرچاوۍ ورځنۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، بلکې د ګرمې هوا پر مهال د برېښنا پرچاوۍ د دې لامل شوي، چې دوی ونه شي کړای د هوا له سړوونکو وسایلو کار واخلي او یخچالونه، کولر پکي او نور وسایل یې هم د برېښنا نشتون له امله بند وي.

نوموړی په جلال اباد ښار کې د برېښنا وېش ناعادلانه بولي او په خبره یې یوازې هغو سیمو ته برېښنا ورکول کېږي چې اوسېدونکي یې واسطه ولري او یا هم لوړپوړي چارواکي وي.

ضیاالرحمن وویل: «د برېښنا نشتون له امله مو ماشومان نه وېده کېږي او نه هم مونږ ته خوب راځي خلک زیات له ستونزو سره مخ دي؛ غوښتنه کوو چې د جلال اباد ښار د برېښنا غم دې وشي.»

بلخوا په خواله رسنیو کې هم د برېښنا پرچاوۍ پر طالب چارواکو د خلکو نېوکې زیاتې کړي دي.

د ټولنېرو شبکو یو فعال د ننګرهار د برېښنا رییس د دفتر عکس خپور کړی او لیکلي یې دي چې جلال اباد ښاریان له ګرمۍ کړېږي، خو رییس بیا په خپل دفتر کې ځانله دوه ایرکنډېشنونه لګولي دي.

د جلال اباد ښار تر څنګ د لغمان د مرکز مهترلام ښاریان هم د برېښنا خورا زیاتې پرچاوۍ اندېښمن کړي دي.

ذبیح الله د لغمان اوسېدونکی او د (یخ تولید) د یوې کارخونې مسوول دی هغه وايي، د برېښنا نشتون په دغه ولایت کې د ده د فابرېکې په ګډون ګڼ شمېر کارخونې له فعالیت غورځولي دي.

نوموړی نېوکه کوي چې ننګرهار او لغمان ته له نغلو ورکړل شوې (وارداتي) برېښنا دوی ته نه ورکول کېږي او په کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ پر مهال پر دوی پرې کېږي.

د مهترلام ښار اوسېدونکی منصور شاه وایي، که څه هم برېښنا هره ورځ نه وي، خو د میاشتې په پای کې د برېښنا بېل له معموله حده زیات راځي.
هغه  له اړوند مسوولینو څخه غواړي چې دغې ستونزې ته جدي پام وکړي، څو په دې برخه کې یې ستونزې تر یوې کچې راکمې شي.

منصور شاه زیاتوي: «په دې ګرمۍ کې چې برېښنا نه وي نو بیا پرې مونږ څه کوو، ماشومانو مو ماشې خوري او په ملاریا او په اسهالاتو اخته شوي او لامل یې ګرمي ده، که برېښنا وی نو دا ستونزه به نه وی هره میاشت د برېښنا پېسې پوره غواړي، خو برېښنا یې په شپه او ورځ کې له پنځو ساعتو ډېره نه وي.»

مونږ هڅه وکړه چې د برښنا کمښت او نامنظمۍ پرچاوۍ په تړاوو د ننګرهار برېښنا شرکت نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بیا هم بریالي نشوو، خو بلخوا بیا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو اطلاعاتو امر قریشي بدلون په جلال اباد ښار کې د برښنا پرچاوۍ ستونزه مني او وایي، چې په دغه ولایت کې د برېښنا پرچاوۍ کمولو لپاره برېښنا شرکت په یو لړ پروګرامونو کار کوي، چې په پلي کېدو سره به شته ستونزه حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د روان  ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ تر درېیمې په افغانستان کې د ګرمۍ د سختې څپې خبرداری ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته