فایق: ایران دې د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه مسوولانه تګلاره غوره کړي

Photo: UN

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ایران له لوري د افغان کډوالو د ایستلو زیاتوالي ته په غبرګون کې له دې هېواد غوښتي چې بشري کرامت، اسلامي ارزښتونو، ښه ګاونډيتوب، او نړیوالو حقوقي اصول په پام کې ونیسي.

نوموړي ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو په اړه عادلانه او انساني چلند غوره کول، د سیمې د نوو بشري او امنیتي بحرانونو د مخنیوي په برخه کې خورا مهم رول لري.

فایق هیله څرګنده کړې، چې ایراني چارواکي باید د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې د بشري کرامت د اصل، ښه ګاونډيتوب د اصولو، ګډو دیني ارزښتونو او نړیوالو تعهداتو پر بنسټ هوښیارانه او مسوولانه سیاستونه غوره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د ایران دولت دې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د سزا او انتقام له ګواښ سره مخ دي، د شړلو پر سیاست له سره کتنه او ژوره ارزونه وکړي.

ایران افغان کډوال او پناه غوښتونکي د انفرادي شرایطو په پام کې نیولو پرته شړي. د دې کډوالو څخه ځینې یې پخواني حکومتي نظامیان دي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې یې په ایران کې پناه اخیستې ده.

د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته، د کډوالو شړل په چټکۍ سره زیات شوي دي. د شمیرو له مخې، هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ له لویدیځو پولو افغانستان ته راشړل کېږي.

ایران ټینګار کوي، چې ټول بې اسناده کډوال وباسي. تمه کېږي چې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال به له ایران څخه وشړل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه