ایراني پوله ساتو یو فراهی ځوان په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې ایراني پوله‌ ساتو ځواکونو یو افغان ځوان د افغانستان او ایران ترمنځ د هیرمند ولسوالۍ د پولې هاخوا په ډزو وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

سرچینې وایي، دغه وژل شوی ځوان عبدالمنان نورزهی نومیده، عمر یې تر ۲۷ کالو رسیده او د فراه اصلي اوسېدونکی و، چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره د ایران په زاهدان کې مېشت و.

یوې سرچینې وویل، چې عبدالمنان څو میاشتې مخکې له ایران څخه رامرز شوی و، خو کورنۍ یې هلته پاتې وه او ده هڅه کوله چې د پاسپورټ په وسیله بېرته ایران ته داخل شي او له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راستون شي، خو د تېرې دوشنبې ورځ (۲۳ د چنګاښ) په سرحدي سیمه کې ایراني پوځیانو په نښه کړی دی.

سرچینه وایي، د عبدالمنان جسد د سرحد په شګو کې پرېښودل شوی و، چې وروسته د سیمې اوسېدونکو موندلی او تیره ورځ (سې شنبه، ۲۴ د چنګاښ) یې د نیمروز له لارې را انتقال کړی دی.

د سرچینو په وینا، په پېښه کې بل افغان وګړی هم د پښې په برخه کې ټپي شوی دی. د ټپي کس د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ایراني ځواکونو له لوري د افغان ګډوالو سره ورته پېښې شوي، خو د طالبانو حکومت یې په اړه کوم د پام وړ غبرګون نه دی ښودلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته