د بښنې نړیوال سازمان: له شریعت څخه د طالبانو سختدریځي تفسیر د افغانستان د حقوقي سیسټم ځای نیولی

Photo: supremecourt.gov.af

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان وایي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د افغانستان حقوقي نظام په بشپړه توګه له منځه تللی او پر ځای یې یو داسې مذهبي نظام راغلی چې له شریعت څخه پر سختدریځي تفسیر ولاړ دی.

د بښنې نړیوال سازمان د کابل د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې «د خپلسري عدالت له پلي کولو» لاس واخلي او د افغانستان د نړیوالو ژمنو پر اساس حقوقي چوکاټونه او د قانون حاکمیت بیرته پر ځای کړي.

د دې بنسټ له اعلامیې سره سم، کوم حقوقي سیسټم چې طالبانو رامنځ ته کړی، «له تناقضاتو، له مجازاتو څخه پکې په پراخه توګه مصوونیت او [د خپلو اعمالو په تړاو] له نه ځواب ویلو، خپلسرې، ناعادلانه او ناعلني محاکمو، د مجازاتو لکه په عام محضر کې درو او نورو شکنجو کې له شخصي تعصباتو او بدو چلندونو څخه ډک دی.»

د سویلي اسیا لپاره د بښنې د نړیوال سازمان سیمه‌ییزې مسوولې ویلي: «د طالبانو تر حکومت څلور کاله وروسته چې څه پاتې دي یو سخت مبهم او اجباري قضایي نظم دی چې اطاعت ته پر حقوقو او سکوت ته پر حقیقت لومړیتوب ورکوي.»

اغلې حمیدي زیاته کړې چې طالبانو د قضا په برخه کې نه یوازې د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو لیرې شوي، بلکې د قضا په برخه کې یې د افغانستان د دوو لسیزو پرمختګ هم معکوس کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي چې د طالبانو په قضایي نظام کې هیڅ «قانوني مرجع» نشته او قضایي دوسیې له شریعت څخه د یوه قاضي یا یوه مفتي د شخصي تفسیر پر اساس حل و فصل کېږي.

دې ادارې همدا راز ویلي چې طالبانو کورنۍ محکمې، له نویو ځوانانو سره تړلې د عدلي طب څانګه او د ښځو پر خلاف تاوتریخوالي ته د رسیدګۍ بېلابېلې څانګې منحل کړې او ښځې یې عدالت ته له هر ډول لاسرسي او له موثر جبران خسارت څخه بې برخې کړې دي.

د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیه کې ویل شوي: «د طالبانو په حکومت کې د محکمې غونډې په پټه کېږي. هیڅ ډول عمومي څارنه نشته او قضایي پرېکړي نه ثبت کېږي او نه یې هم وضاحت ورکول کېږي. خلګ د محکمې له پرېکړې پرته نیول کېږي، له محکمې پرته زنداني وي او ځیني وختونه بیخي ورک شي.»

سمیرا حمیدي ویلي: «د طالبانو عدلي نظام د انصاف، شفافیت، پاسخ‌گویي او انساني کرامت اصول کمزوري کوي. دا نظام د بشري حقونو د خوندیتوب پر اساس نه دی جوړ شوی، بلکې بنسټ یې وېره او کنټرول ده. د ډېری افغانانو په ځانګړې توګه ښځو لپاره عدالت هغه څه نه دی چې باید لټه یې وکړي، بلکې داسې څه دي چې له هغه پرته باید ژوند وکړي.»

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ژر دې خپلسري فرمانونه لغو کړي، بدني مجازات دې پای ته ورسوي او د افغانستان د ټولو وګړو بشري حقونه دې رعایت کړي.

دې بنسټ همدا راز له طالبانو غوښتي چې د قضایي سیسټم په اصلاح او د افغانستان د نړیوالو تعهداتو په رعایتولو سره دې قضایي استقلال او د قانون حاکمیت تضمین کړي.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ډیپلوماټیک فشار او له طالبانو سره د اصولي تعامل له لارې دي په افغانستان کې د رسمي قانوني نظام د بیا پلي کېدو، د بشري حقونو د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت غوښتنه وکړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان اساسي قانون او نور ټول نافذه قوانین لغو کړي دي.

دا ډله د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر اساس خپل حکومت چلوي او ځیني قوانین یې د نوموړي د لید پر بنسټ تصویب او نافذ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته