د طالبانو د امربالمعروف وزیر خپلو محتسبینو ته: د خپلو کارونو پر مهال د خلکو ښکنځلو او سپکاوي ته پام مه کوئ

اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي د غربي نورستان دواب ولسوالۍ ته په خپل سفر کې دغلته خپلو محتسبینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو چارو پرمخ بیولو پر مهال د نړیوالو او عامو افغانانو سپکاوي او ښکنځلو ته پام ونه کړي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ (یکشنبه، ۲ د وږي) د دواب ولسوالۍ په «اشوک» دره کې د ولسي خلکو له لوري د یوه جوړ شوي جومات د پرانیستې پر مهال کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خپلو محتسبینو ته ویلي، چې د خپلو دندو د پرمخ بېولو پر مهال د خلکو فرمایشونو او غوښتنو ته غاړه کېنږدي او په ازادنه ډول خپلې چارې پر مخ بوځي.

نوموړي د خپل وزارت محتسبینو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره دې له نرمښت کار واخلي او د سختۍ پرځای دې ورسره د اسلامي اصولو مطابق چلن وکړي.

ورته مهال عام خلک د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو چلن له انساني او اسلامي اصولو سره په ټکر کې یادوي او زیاتوي چې طالبان د خپلو دندو پر مهال د خلکو پر وړاندې له سپکاوي، کرکې او بشر ضد چلن، حرکتونه او د خلکو پر خصوصي چارو کې مداخله کوي.

غوښتنې دا دي چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت دې لومړی خپلو محتسبینو ته د اخلاقو او اسلامي اصولو روزنه ورکړي او له هغه وروسته دې د ټولنې د سمون په موخه پر دندو شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د افغانستان د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت لغوه او پرځای یې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت را منځته کړ چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ښځو او نارینه‌وو سره د ناسم چلن او زور زیاتي لسګونه شکایتونه کېږي.

د دغه وزارت پر تګلارې نړۍ‌والې ټولنې هم په ځلونو نیوکې کړي؛ خو د دې وزارت طالب مسوولینو پر خپلې کړنلارې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د چا فشار او فرمایش ته تن نه ږدي.

خو، په وروستیو کې د طالبانو خلاف یوې جبهې اعلان کړی و چې تر دې وروسته یې د دې ډلې د امربالمعروف وزارت محتسبین خپل هدف ګرځوي او اجازه نه ورکوي چې د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه