د غور له ولایتي روغتون څخه د یو شمېر ډاکټرانو او کارمندانو استعفا او ګوښه کول

په غور کې سرچینې وایي چې د دې ولایت د ولایتي روغتون څو تنه کارمندان په غور کې د طالبانو د عامې  روغتیا د رییس عبدالواحد حماس له لوري ګوښه شوي او یو شمېر نورو کسانو د ده د فشار له امله استعفا ورکړې ده.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې څلورو نارینه متخصصو ډاکټرانو او دوو ښځینه متخصصو ډاکټرانو استعفا کړې ده او دوو نورو تنو د درس په بانه دنده پرېیښې ده.

د سرچینې په وینا، شپږ قابلې هم منفکې شوې دي او د هغوی پر ځای نور اشخاص استخدام شوي دي او همدارنګه دوو قابلو استعفا ورکړې ده او اووه تنه نرسان د حزب التحریر د غړیتوب له امله ګوښه کړل شوي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې د دوو متخصصو ډاکټرانو او د غور د روغتیایي برخې د درو کارمندانو د ګوښه کولو اسناد تر لاسه کړي دي.

د دې اسنادو له مخې، د جراحۍ متخصص محمد عارف لعل زاد او د عمومي داخلې متخصص محمد لي حسن زي استعفا ورکړې ده.

د حفظ الله په نوم یو بل ګوښه کړل شوی کس د غور د ولایتي روغتون نرس دی. ده د طالبانو اداري اصلاحاتو ادارې ته شکایت کړی او ویلي یې دې چې په غیر قانوني توګه منفک شوی دی او پر ځای یې یو بل کس استخدام کړل شوی.

د سرچینې په وینا، د حفظ الله پر ځای د امان الله په نوم یو بل کس چې پخوا د طالبانو په حکومت کې پولیس و، استخدام کړل شوی دی.

د دې اسنادو له مخې چې اطلاعات روز تر لاسه کړي، د غور د عامې روغتیا د ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول مدیر محمد اسحاق هم د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ته شکایت کړی چې د عامې روغتیا رییس دی ګوښه کړی او د ده پر ځای یې خپل خپلوان ګومارلي دي.

په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس عبدالواحد حماس د غور د روغتون د ډاکټرانو د استعفا او ګوښه کېدو په تړاو وویل چې دا موضوع تر ډېره حده تبلیغات دي.

ده وویل چې یو متخصص د خپل فوق تخصص د اخیستلو لپاره بهر ته تللی دی. حماس د نرسانو ګوښه کول نه دې منلي او ویلي یې دې چې د نرسانو خالي بستونه هم شته او استخدام ورته روان دی. حماس زیاته کړې چې د حفیظ الله نومي کس موضوع هم حل شوې او خپلې دندې ته راستون شوی.

حماس ادعا کړې چې د غور روغتون هیڅ ښځینه متخصصه نه لري چې استعفا یې کړې وي.

د هغو اسنادو له مخې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلي، د غور د عامې روغتیا د ریاست موټروان هم ګوښه کړل شوی او د عامې روغتیا رییس د ده پر ځای خپل ورور استخدام کړی دی.

په غور ې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د دې موټروان د ګوښه کولو په اړه ویلي چې د باور وړ موټروان او ساتونکي لرل د هر رییس حق دی او دا یوه عادي چاره ده.

د غور د عامې روغتیا د ریاست د کارمندانو تبدیلي

د تر لاسه شویو اسنادو له مخې، د روان کال پر مهال د غور د عامې روغتیا د ریاست او روغتون اته تنه کارمندان هم تبدیل شوي دي.

یوې سرچینې دا بدلونونه غیر مسلکي ګنلي دي. د دې سرچینې په وینا، د محاسبې کارمند د حاضري د مامور او د حاضري مامور د محاسبې د کارمند په توګه ګومارل شوي دي.

د دوو موسسو د کار درېدل

یوې سرچینې ویلي چې دوو موسسو چې د غور د روغتیا په برخه کې یې کار کاوه، د طالبانو د عامې روغتیا د رییس په امر یې کار درولی دی.

د سرچینې په وینا، په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس عبدالواحد حماس د عدالت او برابري په نوم د موسسې چې د نرسنګ، قابلګۍ او فارمیسي په برخه کې او همدا راز د ابرار په نوم د موسسې چې د فیزیوتراپي او اورتوپیدي په برخه کې یې کار کاوه، فعالیتونه ځنډولي دي.

سرچینه وایي چې دې موسسو له عامې روغتیا وزارت سره د تفاهم‌لیک له مخې په غور کې درې کلنې پروژې درلودې او نجونو ته یې زده کړې ورکولې، مګر په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس هغوی د فحاشۍ په ترویج تورنې کړې دي.

مګر حماس د اطلاعات روز ورځپاڼې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له کومه وخته دی راغلی دی، د عدالت او برابرۍ په نوم موسسې فعالیت نه دی کړی مګر د ابرار په نوم موسسه اوس مهال د فیزیوتراپي په برخه کې فعالیت لري.

حماس پخوا په غور کې د طالبانو د والي ویاند و مګر د سږ کال په لومړیو کې په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا د رییس په توګه وګومارل شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه