پټې وژنې؛ په کندهار او هلمند کې د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي

اطلاعات روز: په کندهار او هلمند کې د طالبانو پولیس او ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي دي.

کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید وایي، چې نن (سې شنبه، ۴ د لیندۍ) د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ اړوند «فیض اباد» سیمه کې د دوی پولیسو د یو کس جسد موندلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې په لومړنیو څیړنو کې ثابته شوې چې یاد کس په پټه او خپه ډول وژل شوی دی.

د جمشید په وینا، چې د دغه کس جسد د کندهار میرویس سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوی، خو تر اوسه یې د هویت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

هغه ویلي، چې د دغه مرموزې وژنې په اړه یې څیړنې روانې کړي دي.

ورته مهال هلمند کې سرچینې وایي، چې تېره ورځ د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ اړوند سعادت کلي په یو خالي کور کې د یوه ۱۸ کلن ځوان جسد موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د دغه ځوان جسد تر وژل کیدو وروسته تر ډبرو لاندې شوی و او تر موندل کیدو وروسته د کجکي ولسوالۍ روغتیایي کلینیک ته انتقال شوی دی.

سرچینه وایي، چې د دې پېښې د لامل او انګیزې په اړه معلومات او د وژل شوي ځوان د هویت په اړه بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د طالبانو راتګ سره د پټو وژنو ګراف لوړ شوی او ځایي طالب مسوولین بیا هڅه کوي، چې داسې پیښې پټې پاتې او له جزیاتو یې خلک خبر نه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته