د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، سبا (چهارشنبه، ۲۵ وږی) د یوه رسمي سفر په ترڅ کې چین ته ځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، ویلي چې عراقچي به په دغه سفر کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر، وانګ يي، سره د دوهاړخیزو اړیکو ترڅنګ د مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې عراقچي به سبا دغه هېواد ته سفر وکړي او له خپل چینايي سیال سره به لیدنه او خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ایران او امریکا لا هم د جګړې د پای ته رسولو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي او په سیمه کې وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی.
چین تر دې وړاندې په وار وار پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه غندلي او له دواړو لورو یې غوښتي چې جګړه پای ته ورسوي او خپل اختلافات د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
