په پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی چې د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲ زره او ۹۵۵ قیراطه زمرد یې د ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو په ارزښت پلورلي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند، سیفالدین لتون، ویلي چې دغه اندازه زمرد نن، سېشنبه د وږي په ۲۴مه، د یوې داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
هغه زیاته کړې چې په دې داوطلبۍ کې د افغانستان کورنیو سوداګرو ګډون کړی و او استخراج شوي زمرد یې پېرلي دي.
د طالبانو د والي د ویاند په وینا، دغه اندازه زمرد د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي وو.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته په منظم ډول د پنجشېر له کانونو څخه د زمردو استخراج او د هغو پلور ته دوام ورکړی دی.
دغه ډلې د پنجشېر د یو شمېر نورو کانونو، په ګډون د شنه ګارنېټ، یاقوت او لاجوردو استخراج هم پیل کړی دی.
