په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو د کار کولو د بندیز یو کال پوره کېږي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې، سوزان فرګوسن، وايي چې پر افغان ښځو دغه بندیز د بشري حقونو او د برابرۍ هغه بنسټیز اصول نقضوي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې درج شوي دي.
مېرمن فرګوسن نن (دوشنبه، د وږي ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نړۍ په هېڅ بل ځای کې ښځې یوازې د خپل جنسیت له امله د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو نه دي منع شوې او دا اقدام د ملګرو ملتونو د ۸۰ کلن تاریخ په اوږدو کې بېساری دی.
هغې زیاته کړې چې دغه بېساری محدودیت لا هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د هغې د شریکانو فعالیتونه کمزوري کوي او د هغوی وړتیا راکموي چې ښځو، نجونو او د هغوی کورنیو ته لاسرسی پیدا کړي او اړینې مرستې ور ورسوي.
مېرمن فرګوسن په ورته وخت کې ویلي چې په تېر یوه کال کې افغان ښځینه کارکوونکو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې خپلو اساسي دندو ته دوام ورکړی دی.
د هغې په وینا، دغو ښځینه کارکوونکو په ټولنو کې د ښځو له سازمانونو ملاتړ کړی، له ښځو سره یې د معیشتي فرصتونو په ترلاسه کولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هغوی د مقاومت د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کړې او روغتیايي خدمتونه، نغدي مرستې، غیرخوراکي توکي، رواني ـ ټولنیز ملاتړ او ګڼ نور خدمات یې وړاندې کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې استازې ویلي چې د ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز د افغان ښځو پر وړاندې د هغو پراخو محدودیتونو یوه برخه ده چې د زدهکړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون په برخو کې لګېدلي دي.
هغې ویلي چې د دغو ټولو محدودیتونو پایلې یوازې پر افرادو په افغانستان کې نه، بلکې پر کورنیو، ټولنو او د دغه هېواد پر اقتصادي پرمختګ هم اغېز کوي.
سوزان فرګوسن ویلي:« د افغان ښځینه کارکوونکو له حضور پرته، ملګري ملتونه نه شي کولای ښځو او نجونو ته داسې مرستې وړاندې کړي چې د هغوی له کلتور او شرایطو سره سمون ولري. په افغانستان کې مرستې باید د ښځو له خوا او د ښځو لپاره وړاندې شي. د افغان ښځینه کارکوونکو بشپړ، برابر او له خنډ پرته ګډون د ملګرو ملتونو د ماموریت د ترسره کولو لپاره اړین دی.»
هغې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې «سمدستي افغان ښځینه کارکوونکو، په ځانګړي ډول هغو ښځو ته چې د ملګرو ملتونو، د هغې د شریکانو او نورو نادولتي مؤسسو لپاره کار کوي، په ساحوي فعالیتونو، دفترونو او نورو کاري ځایونو کې د بېمحدودیته حضور اجازه ورکړي.»
طالبانو د تېر میلادي کال د سپټمبر په اوومه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او هغوی یې دغو دفترونو ته له ننوتلو منع کړې.
ملګرو ملتونو له هغه وخت راهیسې څو ځله د دغه بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.
