د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، که بېړنۍ مالي بودجه برابره نه شي، په افغانستان کې به میلیونونه کسان له ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بېبرخې شي.
اوچا نن (یکشنبه، ۴ د زمري) په اېکس کې په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د بشري مرستو پروګرامونو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
اوچا ویلي، د بودجې د کمښت له امله د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۵.۷ میلیونه ماشومانو او میندو د تغذیې پروګرامونه له جدي ګواښ سره مخ دي.
دې ادارې ټینګار کړی چې هر ماشوم د سالم او قوي ودې حق لري او باید ورته مناسب فرصت برابر شي.
اوچا دغه خبرداری په داسې حال کې خپور کړی چې افغانستان د خوارځواکۍ د اوج فصل ته داخل شوی دی.
دوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی و چې د خوارځواکۍ او د خوړو د نهخوندیتوب د اوج موسم له نږدې کېدو سره، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو روان کال څو ځله د بودجې د کمښت او په افغانستان کې د بېوزلۍ او روغتیايي وضعیت د خرابېدو، په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د وضعیت، په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ملګري ملتونه وایي، سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دې سازمان د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو د روان کال په لومړۍ نیمایي کې یې یوازې ۱۶ سلنه بودجه ترلاسه کړې ده.
