د ایران مشر مجتبی خامنهيي، په یوه لیک کې حزبالله ته ویلي، چې د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او پر دغه هېواد د اسرائیلو د بریدونو پای ته رسېدل، د امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران لومړی شرط دی.
ایراني رسنیو تېره شپه (یکشنبه، ۴ د زمري) هغه لیک خپور کړ، چې د ایران مشر ته منسوب شوی او ویل کېږي د حزبالله د عمومي منشي او غړو د «بیعتلیک» په ځواب کې لیکل شوی دی.
خامنهيي په دغه لیک کې ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د حزبالله ملاتړ خپله «ستراتېژیکه تګلاره» ټاکلې ده.
هغه زیاته کړې چې ایران «د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او د صهیونیستي رژیم د تېري بشپړ او بېقیدوشرطه پای ته رسول» له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د تفاهملیک «لومړی شرط» ګرځولی دی.
د ایران مشر حزبالله د اسرائیلو پر وړاندې د جهادي ډلو مخکښ بللی او ویلي یې دي چې «له جهاد او مقاومت پرته بله لار نه ده پاتې.»
د لبنان د حزبالله پخواني مشر حسن نصرالله تل ویلي وو، چې د دې سیاسي ـ پوځي ډلې ټول مالي لګښتونه او پوځي تجهیزات د ایران له خوا برابرېږي.
په هغه لیک کې چې د حزبالله اوسني مشر نعیم قاسم ته منسوب دی او ایراني رسنیو خپور کړی، نوموړي هم مجتبی خامنهيي ته د «بیعت» اعلان کړی دی.
حزبالله، چې ډېری حضور او فعالیت یې د لبنان په سوېل او له اسرائیلو سره په پولو سیمو کې دی، تل له اسرائیلو سره په کړکېچ او نښتو کې ښکېل پاتې شوی.په دې وروستیو کې اسرائیلو د لبنان د سوېل پراخې سیمې بمبار کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې دي.
د «اسلاماباد تفاهملیک» په لومړۍ ماده کې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی، د لبنان موضوع شامله ده. په دې ماده کې امریکا مکلفه بلل شوې چې اسرائیل د لبنان پر ضد د بریدونو درولو او د لبنان له خاورې د خپلو ځواکونو پر ایستلو اړ کړي.
