د ایران رسنیو خبر ورکړی چې په هرمز تنګي کې یوه «سرغړوونکې نفتلېږدوونکې بېړۍ» چاودلې ده.
د تسنیم د راپور له مخې، دغه نفتلېږدوونکې بېړۍ، چې د ایران له خوا ټاکل شوې لارې څخه وتلې وه، له سمندري ماین سره تر ټکر وروسته منفجره شوې ده.
دې رسنۍ نور جزئیات نه دي خپاره کړي او دا یې هم نه دي روښانه کړي چې دغه نفتلېږدوونکې بېړۍ د کوم هېواد پورې اړه لري.
څلور ورځې وړاندې هم د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی و، چې دوه نفتلېږدوونکې بېړۍ، چې د دوی په وینا «غوښتل یې د هرمز تنګي له خطرناکې لارې تېرې شي»، د چاودنې له امله اور اخیستی و.
سپاه پاسداران د امریکا سره د نښتو له بیا پیل وروسته، یو ځل بیا هرمز تنګی تړلی دی.
د راپور له مخې، ایران د امریکا او اسرائیل ترمنځ د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د هرمز تنګي د بېړیو او نفتلېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ د لارې یوه برخه په سمندري ماینونو پوښلې وه او تر اوسه یې دغه لاره نه ده پاکه کړې.
