بدخشان کې ښځه او مېړه د دوو نوې زېږېدلو ماشومانو د تښتولو په تور نیول شوې

د بدخشان امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، چې یوه مېړه او ښځه یې د دې ولایت له ولایتي روغتون څخه د دوو نویو زېږېدلو ماشومانو د تښتولو په تور نیولي دي.

د بدخشان د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار د «پولیس راډیو» سره په خبرو کې ویلي، دغې جوړې ماشومان د ولایتي روغتون څخه تښتولي وو.

د هغه په وینا، یو ماشوم شاوخوا یو کال مخکې او بل ماشوم چې نږدې درې اوونۍ وړاندې تښتول شوی و، چې له نیول کېدو وروسته یې خپلو اصلي کورنیو ته بېرته سپارل شوي دي.

کامګار ویلي، د دې قضیې تورنه ښځه به د نرسې په جامو کې ولایتي روغتون ته تلله او هلته به یې ماشومان تښتول.

رادیو پولیس نن (سې‌شنبه، د اسد ۶مه) راپور ورکړی چې دغه ښځه هغه مهال له خپل مېړه سره یوځای ونیول شوه، کله چې یې د بل ماشوم د تښتولو لپاره روغتون ته مراجعه کړې وه.

د یوه کلن ماشوم مور، ضیاګل، وایي تېر کال د خپل ماشوم د زېږون پر مهال یې عملیات شوي وو او په داسې حال کې چې د حرکت توان یې نه درلود، یوې ښځې چې د نرسې جامې یې اغوستې وې، ماشوم یې له څنګ څخه یووړ او بیا بېرته راونه ګرځېد.

احسان‌الله کامګار زیاته کړې چې شاوخوا شل ورځې مخکې هم یو بل نوی زېږېدلی ماشوم د فیض‌آباد له ولایتي روغتون څخه ورک شوی و.

د طالبانو د امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته، دغه ښځه او مېړه د بدخشان ولایت په مرکز کې وپېژندل شول او ونیول شول.

د بدخشان د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دواړو ماشومانو او د تښتونې د تورنو د «DNA» ازموینو ښودلې چې د دوی ترمنځ هېڅ ډول د وینې اړیکه نشته.

د هغه په وینا، اوس دواړه ماشومان خپلو اصلي والدینو ته سپارل شوي دي.

نیول شوې ښځه او مېړه د ماشومانو د تښتولو تور مني او وایي چې د اولاد نه لرلو له امله یې دې کار ته لاس اچولی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته