هرات ښار کې د حجاب له امله د ښځو تر نیولو وروسته د هغوی حضور کم شوی

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، وروسته له هغې چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو د جامو د ډول له امله یو شمېر ښځې ونیولې، د نیول کېدو د وېرې له امله د هرات ښار په سړکونو کې د ښځو حضور کم شوی دی.

د راپور له مخې، د جون میاشتې د شپږمې او اتمې نېټې ترمنځ د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې او نجونې د چادري د نه اغوستو له امله ونیولې او زندان ته یې ولېږدولې.

یادې ښځې او نجونې د جون په اتمه، له ژمنې اخیستو وروسته بېرته خوشې شوې.

یوناما ویلي، په هرات کې د طالبانو له لوري د دوی د منلو وړ حجاب د پلي کولو کمپاین د تېر میلادي کال راهیسې پیل شوی و.

د دې کمپاین په ترڅ کې طالبانو د پلټنې پوستې جوړې کړې او هغه ښځې یې درولې چې چادري یې نه وه اغوستې، ترڅو د هغوی خپلوان ورته چادري راوړي.

په راپور کې راغلي چې د تېر کال پر مهال د طالبانو د پلټنې پوستو ډېره پاملرنه د هرات د جبرئیل پر شیعه مېشته سیمه متمرکزه وه.

د یوناما د راپور له مخې، طالبانو د تېر کال په نومبر میاشت کې روغتیايي مرکزونو، د سوداګریزو مرکزونو مالکانو او د ودونو تالارونو ته په شفاهي ډول امر کړی و، چې بې له برقعې ښځو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي.

د راپور په حواله، د طالبانو د دغه لارښوونې له عملي کېدو وروسته، د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان راپور ورکړی چې د هرات ولایتي روغتون ته د ناروغانو د منلو کچه ۲۸ سلنه راټیټه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته