په بدخشان کې د طالبانو امنیتي چارواکي د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، انجینر ذبیحالله امیري، د وژل کېدو په تړاو د یو کس د نیول کېدو او د یوه بل تن د وژل کېدو خبر ورکړی.
طالبانو ویلي چې له نیول شوي کس څېړنې روانې دي چې وروسته به یې له رسنیو سره شرېکې کړي.
انجینر ذبیحالله امیري نن سهار (سه شنبه، ۵ د زمري) د کار ځای پر لور د تګ پر مهال، د بهارک ولسوالۍ او فیضآباد ښار ترمنځ په لاره کې د وسلهوال برید هدف وګرځېد او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
امنیتي چارواکي وایي، د دې پېښې د لاملونو او ټولو جزییاتو د روښانه کېدو لپاره څېړنې لا هم روانې دي.
