د داعش خراسان څانګې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، ذبیحالله امیري، د وژل کېدو مسؤولیت منلی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ترهګرو ډلو د څار ادارې (SITE) ویلي، چې داعش خراسان د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د دغې ډلې غړو د سېشنبې په ورځ د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار پر لاره ذبیحالله امیري په نښه کړی او هغه یې له خپل یوه ساتونکي سره یوځای وژلی دی.
طالب چارواکو د سېشنبې په ورځ د امیري وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل، چې په برید کې یو بریدګر وژل شوی او بل نیول شوی دی.
د بدخشان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، دوو موټرسایکل سپرو د فیضاباد – بهارک پر سړک ذبیحالله امیري په نښه کړی و.
ذبیحالله امیري د هلمند د طالبانو د والي امانالدین منصور وراره و.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې طالبان په افغانستان کې د سراسري امنیت د ټینګښت ادعا کوي.
داعش خراسان د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم په کابل کې پر یوه چینایي رستورانت د چاودنې مسؤولیت منلی و، چې لږ تر لږه اووه کسان پکې وژل شوي وو.
دې ډلې همدارنګه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې د کابل د ځانمرګي برید مسؤولیت هم منلی و، هغه برید چې پکې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیلالرحمن حقاني وژل شوی و.
تر اوسه د طالبانو څو لوړپوړي چارواکي، چې د بلخ والي او د بدخشان د امنیې قوماندان هم پکې شامل دي، په هغو بریدونو کې وژل شوي چې داعش یې مسؤولیت منلی دی.
