اوزبیکستان د بلخ ولایت د ابوعلي سينا بلخي روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات مرسته کړې ده.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند، کمال خان ځدراڼ، نن (پنجشنبه، ۸ د زمري) ویلي، چې دغه مرسته د اوزبیکستان د فرغانې ولایت له لوري شوې ده.
د هغه په وینا، په دغو مرستو کې د ناروغانو بسترونه، ویلچرونه، کولرونه، یخچالونه او یو شمېر نور طبي او غیرطبي تجهیزات شامل دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند وایي، د دغو مرستو موخه په بلخ کې د روغتیايي خدمتونو ښه کول او د ناروغانو د پاملرنې کچې لوړول دي.
