اطلاعات روز: د خوست ولایت سیمه ییز مسوولان په دې ولايت د سټارلېنک انټرنېټ د دوو دستګاه د کشف خبر ورکوي.
د ولایت رسنیو دفتر نن (پنجشنبه، ٨ د زمري) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه دستګاوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ګډ تخنیکي ټیم په همکارۍ د خوست ښار اړوند د «یعقوبیو مسجد» مخې ته په یو خصوصي سوداګریز مارکېټ کې یې کشف کړي، چې د زرکشان انټرنېټي شرکت له لوري په پټه توګه نصب او فعالې وې.
اعلامیه کې راغلي چې د يادو عملیاتو پر مهال دستګاو د فعالیت په تور درې کسان هم نیولي دي.
طالب چارواکو ویلي، چې د دوی د نافذه قوانینو له مخې د سټارلېنک شرکت د انټرنېټي دستګاوو کارول منع دي.
