سره له دې چې د اوربند د هوکړې د عملي کېدو په برخه کې د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي، د اسرائیل بریدونه پر غزې لا هم دوام لري.
په تازه بریدونو کې چې پر دیرالبلح او غزې ښار شوي، لږ تر لږه څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د رویټرز د راپور له مخې، روغتیايي سرچینو ویلي چې د اسرائیل نننۍ (یکشنبه، ١١ د زمري) هوايي حمله د غزې په مرکزي برخه، دیرالبلح کې پر یوه اپارتمان شوې چې له امله یې یو سړی او د هغه مېرمن وژل شوي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د غزې ښار پر یوه بل اپارتمان په جلا برید کې هم دوه کسان، چې یو ماشوم پکې شامل و، وژل شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې حماس د بشپړې بېوسلې کېدو سره موافقه کړې او د اوربند د هوکړې د عملي کېدو په برخه کې پرمختګ شوی دی.
د غزې د سولې پلاوي هم د ۱۵ مادو یوه نقشهلار خپره کړې چې د دې هوکړې د وروستیو پړاوونو د عملي کېدو څرنګوالی پکې ښودل شوی دی.
حماس ویلي، که اسرائیل خپل بریدونه ودروي او خپل ځواکونه له غزې وباسي، نو خپلې وسلې به وسپاري.
د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د هغه هېواد یو شمېر چارواکو، چې د اسرائیل د ملي امنیت وزیر هم پکې شامل دی، په غزه کې د بریدونو پر دوام او د حماس د مشرانو پر ترور ټینګار کړی دی.
