ننګرهار کې د هوا په ګرمېدو سره ګڼ ماشومان پر موسمي ناروغیو اخته شوي

Oplus_131072

اطلاعات روز: د هوا په ګرمېدو سره د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د ماشومانو په منځ کې موسمي ناروغۍ ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.

له تېرو څو اوونیو راهیسې په ننګرهار ولايت کې تودخه د سانټي ګراد په کچه له ٣٨ تر ٤٠ درجو پورې وه.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبدالله چې کوچنی زوی یې په اسهال ناروغۍ اخته شوی وایي، د هوا له ګرمېدو په هر کور کې د لویانو ترڅنګ ماشومان هم په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي دي.

د هغه په وینا، د خپل ماشوم د درملنې لپاره یې په څو ځلي بېلابېلو ډاکټرانو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

نوموړی د ګرمۍ سخته څپه، د برېښنا پرچاوي او د روغتیایي خدماتو کموالی هغه لاملونه ګڼي چې له امله یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

عبدالله زیاتوي: «هوا ورځ تربلې ګرمېږي، برېښنا په ۲۴ ساعتونو کې درې ساعته هم نه وي، په روغتیایي مرکزونو کې لازم درمل نشته او همدا لامل دی چې لوی او واړه ټول په نس ناستي، محرقې، ملاریا او نورو بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي دي او نږدې په هر کور کې له موسمي ناروغۍ ماشومان کړېږي.»

د پنځو ماشومانو کونډه مور شازیه هم د هوا په ګرمېدو سره د خپلو ماشومانو ناروغېدو ته اندېښمنه ده او په روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت او روغتیایي خدماتو له کموالي شکایت کوي.

هغه زیاتوي: «درې ورځې کېږي چې دوه ماشومان مې ناروغان دي، دهوا په ګرمېدو سره پرې تبه راځي او بې حاله کېږي په شخصي ډول د درملنې وس نه لرم او دولتي روغتونونو ته چې ورشو، ډاکتران راته وایي چې درمل خلاص شوي او ډېر عادي درمل راکوي په روغتیایي مرکزونو کې په سم ډول د ناروغانو تداوي نه کېږي او ناروغان هم زیات دي.»

بلخوا روغتیایي مسوولان وایي، چې د ننګرهار حوزوي روغتون د ختیځ زون په کچه فعالیت کوي او له دې ولایت سربېره ورته د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو ناروغان هم د درملنې په هدف راځي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند، ویاند نقیب الله رحیمي وایي، د هوا په ګرمېدو سره ياد روغتون ته د ورتلونکو ناروغانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی چې ګڼ هغه یې ماشومان دي.

رحیمي زیاته کړه: «د هوا په ګرمېدو سره ننګرهار کې په ماشومانو کې د نس ناستي، اسهالاتو، تورې توخلې، ملاریا او محرقې ناروغۍ زیاتې شوې، د ناروغیو د کنټرول لپاره مو ولسوالیو کې هم ګرځنده روغتیایي ټیمونه ټاکلي او دغه راز د ولسوالیو په کچه روغتونونو کې مو هم د ماشومانو د درملنې لپاره څانګې جوړې کړې دي.»

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د هوا په ګرميدو سره دې د خپلو کورنيو غړو په ځانګړي ډول ماشومانو او عمر خوړولو کسانو ته زياتي اوبه ورکړي او ترڅنګ دې له لمره خوندي وساتي.

ډاکټران هم خبرداری ورکوي چې د هوا د تودوخې په لوړېدو سره د انتاني او له ګرمۍ سره د تړلو ناروغیو د خپرېدو احتمال زیاتېږي. د دوی په وینا، ماشومان، سپین ږیري او امیندواره ښځې د بدن د معافیتي سیسټم د کمزورتیا له امله د نورو پرتله ډېر له خطر سره مخ کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته