د سېوټا سیمهییزې ادارې اعلان کړی چې د هسپانیا د افریقایي قلمرو سېوټا ته د کډوالو د پراخ یرغل پر مهال د مړو شمېر ۷۲ تنو ته لوړ شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په سېوټا کې د هسپانیا د حکومت استازي، میګیل انخل پرز، د یکشنبې په ورځ (د زمري ١١مه) خبریالانو ته ویلي: «۷۲ کسان مړه شوي او له زرو څخه ډېر کسان تر درملنې لاندې دي.»
د انخل پرز په وینا، په سېوټا کې وضعیت تر یوه بریده ښه شوی، خو لا هم ځینې چارې پاتې دي چې باید ترسره شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د تېرې اوونۍ د رخصتیو په دوو شپو او ورځو کې له مراکش څخه شاوخوا ۵۰ زره کسان سېوټا ته داخل شوي وو، چې له هغوی څخه څه باندې ۴۸ زره تنه په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې بېرته ستانه کړل شول.
د راپور له مخې، ټول هغه کسان چې بېرته ستانه شوي، د مراکش اتباع وو، خو سلګونه نور کډوال چې د افریقا د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي، لا هم په سېوټا کې پاتې دي.
هسپانوي چارواکو ویلي چې یو زر او ۱۳۵ نورو کسانو هڅه کوله د دې هېواد بل افریقایي قلمرو، ملیله، ته هم داخل شي، خو له سیمهییزې پولیسو سره تر نښتې وروسته اړ شول چې شاتګ وکړي.
رویټرز لیکلي چې د سېوټا د سیمهییز حکومت مشر، خوان خسوس ویواس، د «ال پایس» ورځپاڼې ته ویلي چې د ښار سردخانې ۸۸ مړي ترلاسه کړي دي.
که څه هم دا شمېر د انخل پرز له اعلان شوې شمېرې لوړ دی، خو یوازې د کډوالو د وروستي پراخ یرغل قربانیان نه رانغاړي، بلکې په تېرو دوو اوونیو کې په سمندر او پولو کې د کډوالو د مرګ ژوبلې نورې پېښې هم پکې شاملې دي.
خوان خسوس ویلي، یو شمېر کډوال د سمندري څپېماتونکي او سرحدي کټارې د اوښتو پر مهال ډوب شوي او ځینې نور د ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي.
سېوټا، چې د مراکش په شمال کې د شاوخوا ۸۴ زره وګړو لرونکی ښار دی، د هسپانیا له افریقایي قلمروګانو څخه یو دی. دغه ښار د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د لسګونو زرو کډوالو د پراخ یرغل شاهد و.
د هغو کډوالو شمېر چې د دوو شپو او ورځو په ترڅ کې سېوټا ته داخل شوي، د مراکش حکومت شاوخوا ۴۰ زره او د هسپانیا حکومت د ۵۰ تر ۶۰ زرو کسانو ترمنځ اټکل کړی دی.
کډوال وروسته له هغې سېوټا ته په پراخه کچه داخل شول چې د هسپانیا سترې محکمې پرېکړه وکړه، هغه کسان چې د سمندر له لارې سېوټا او ملیله ته رسېږي، باید د هویت له تثبیت او د پناه غوښتنې له ارزونې مخکې سمدستي ونه ایستل شي.
