د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر، فیصل بن فرحان، سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې د کړکېچ د کمولو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې عراقچي او بن فرحان د یکشنبې شپې (١١ د زمري) د کړکېچ د راکمولو لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې اترې کړې دي.
د راپور له مخې، فیصل بن فرحان ټینګار کړی چې هېواد یې د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره خپلې سیمهییزې ونډې ته ژمن دی او ویلي یې دي، چې سعودي عربستان د سیمې د ټولو هېوادونو او خلکو د ګډو ګټو د خوندي کولو غوښتونکی دی.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (واس) هم راپور ورکړی چې بن فرحان له عراقچي سره د خبرو ترڅنګ د قطر او اردن له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د سیمې هېوادونه او ایران پر ځینو موضوعاتو هوکړې ته رسېدلي دي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات او ایران ورسره اړیکه نیولې او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي په اړه یوه هوکړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د همدې له امله یې یو پلان شوی برید لغوه کړی، څو د دوشنبې په ورځ خبرې اترې پیل شي او همدارنګه د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په اړه هم د یوې هوکړې تمه شته.
