د بشري حقونو څار: د طالبانو له خوا د بشري حقونو پر ضد بریدونه زیات شوي، هېوادونه دې یوازې پر اندېښنې بسنه نه کوي، بلکې عملي ګامونه دې واخلي

Oplus_131072

د «بشري حقونو څار» سازمان وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې سرغړونې لا ژورې شوې دي.

دغه سازمان له هېوادونو غوښتي چې یوازې د اندېښنې په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې په افغانستان کې د جدي جرمونو د عاملانو د حساب ورکولو او عدالت د ټینګښت لپاره عملي اقدامات وکړي.

بشري حقونو څار نن (دوشنبه، ١٢ د زمري) په یوه اعلامیه کې ویل، چې هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د مسؤل ګرځولو له هڅو ملاتړ وکړي او د کډوالو جبري ستنولو ته د پای ټکی کېږدي.

دغه سازمان وايي چې افغانستان طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، له واک ته له رسېدو وروسته، د نړۍ له «تر ټولو سختو بشري حقونو بحرانونو څخه یو» رامنځته کړی او په منظم ډول یې د ښځو او نجونو حقونه له منځه وړي دي.

بشري حقونو څار زیاته کړې چې له طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو ترڅنګ، افغانستان له سخت بشري ناورین سره هم مخ دی او نږدې ۴۰ سلنه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي: «د طالبانو چارواکو د ښځو د کار، تګ راتګ د آزادۍ او په عامه ژوند کې د ګډون پر حق پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ دا محدودیتونه د ټولنې د کنټرول او د هر ډول مخالفت د ځپلو د پراخ نظام یوه برخه ده. د طالبانو د امر بالمعروف پولیس د کار ځایونو ته ننوتلي، عامه ځایونه یې څارلي او ښځې یې د جامو د مقرراتو د سرغړونې په تور په خپل‌سر نیولي دي. افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي وروسته له زده‌کړو محرومې دي.»

د بشري حقونو څار د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وايي، چې د نړۍ غبرګون باید یوازې د اندېښنې تر څرګندولو محدود نه وي، بلکې عملي اقدامات دې وکړي.

هغې ویلي: «واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه د بې‌جزا پاتې کېدو د ویجاړوونکو پایلو یوه ترخه یادونه ده. هېوادونه باید له یوازې اندېښنې څرګندولو هاخوا ولاړ شي او په افغانستان کې د جدي جرمونو، په ځانګړي ډول د جنسیتي ځورونې له لارې د بشریت ضد جرمونو په تړاو د عدالت د ټینګښت لپاره فشار راوړي.»

د طالبانو نوي قوانین د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي

بشري حقونو څار وايي چې د طالبانو قوانینو ځپنه نوره هم د قانون په چوکاټ کې رسمي کړې ده.

دغه سازمان د بېلګې په توګه د «جزايي محاکمو د اصولو قانون» یادونه کړې چې طالبان یې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۴مه تصویب کړی دی. د دې قانون له مخې یوازې د حنفي فقهې پیروان مسلمان ګڼل شوي او نور مذهبي ډلې، په ځانګړې توګه شیعه مسلمانان، «مرتد» یا «بدعت کوونکي» بلل شوي دي. بشري حقونو څار وايي چې دغه قانون د مخالفتونو د خاموشه کولو لپاره سختې سزاوې ټاکي.

همدارنګه د «مبلغینو قانون» د دیني فعالیتونو کنټرول لا زیات کړی او دیني عالمان اړ باسي چې یوازې د حنفي فقهې پیروي وکړي.

د دغه سازمان په وینا، دغه دوه قوانین په افغانستان کې مذهبي تبعیض په حقوقي جوړښت کې نهادینه کوي.

بشري حقونو څار وايي چې د طالبانو د جزايي محاکمو اصول اوس یوازې «سخت وهل» د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي په توګه مني، او له دې امله د تاوتریخوالي نورې قرباني ښځې عدالت ته د لاسرسي لاره نه لري.

دغه سازمان زیاته کړې چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي نوې تعریف د ښځو او نجونو قانوني ملاتړ نور هم کمزوری کړی دی.

د بشري حقونو څار په وینا، د طالبانو د «د مېړه او مېرمنې د بېلتون» فرمان چې د روان کال په پسرلي کې صادر شوی، د نجونو د واده لږ تر لږه عمر یې حذف کړی او د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو خطر یې لوړ کړی دی.

د دغه سازمان په وینا، د طالبانو چارواکو د بیان پر آزادۍ هم محدودیتونه زیات کړي او کورني رسنۍ یې تر سانسور لاندې راوستې دي. خبریالان، د ښځو د حقونو مدافعان، د مدني ټولنې فعالان، پوهنتوني استادان، هنرمندان او نور منتقدین له ځپنې، خپل‌سري نیونو، شکنجې او نورو ظالمانه او غیرانساني چلندونو سره مخ دي.

د کډوالو جبري ستنول بشري ناورین لا زیاتوي

بشري حقونو څار وايي چې په افغانستان کې بشري ناورین د مرستندویو هېوادونو د مرستو د کمېدو له امله لا پسې ژور شوی دی. اټکل کېږي چې له ۱۷ میلیونو ډېر خلک، چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو بشري مرستندویه پروګرام له سخت مالي کمښت سره مخ دی.

دغه سازمان ویلي چې د امریکا، بریتانیا او نورو هېوادونو د بهرنیو مرستو د پام وړ کمښت د مرستندویه ادارو له امله شوی چې خپل پروګرامونه محدود او خدمات کم کړي.

بشري حقونو څار زیاته کړې چې د مرستو د کمېدو ترڅنګ، د طالبانو له خوا د مرستندویه ادارو پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه، لکه د نارینه محرم د ملتیا شرط، د ښځو د معیشتي فرصتونو او بشري مرستو ته د هغوی لاسرسی لا نور هم محدود کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته