د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا، اصلاح او پراختیا لپاره د راتلونکو پنځو کلونو (۲۰۲۶ – ۲۰۳۰) «د افغانستان د عامې روغتیا ستراتیژي» معرفي کړه.
دا ستراتیژي چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او روغتیايي شریکانو په تخنیکي ملاتړ جوړه شوې، نن (سېشنبه، د اسد ۱۳مه) په کابل کې په یوه مراسمو کې معرفي شوه.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د دې ستراتیژۍ جوړول په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د اصلاح او پراختیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې د دې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به «روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ، د خدمتونو کیفیت ښه او د روغتیايي نظام بنسټونه او بشري ظرفیتونه پیاوړي شي.»
د طالبانو د روغتیا وزیر په وینا، «د دې ستراتیژۍ پلي کول به د خلکو د روغتیايي اړتیاوو د ښه پوره کولو زمینه برابره کړي او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته به د عادلانه او پراخ لاسرسي لامل شي.»
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ادوین سنیزا سالوادور په دې مراسمو کېوویل: «د یوې ستراتیژۍ ارزښت هغه وخت څرګندېږي چې خلک یې اغېز په خپل ورځني ژوند کې احساس کړي؛ هغه وخت چې یوه مور خوندي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري، یو ماشوم پر وخت درملنه ترلاسه کړي، اړین درمل موجود وي او روغتیايي کارکوونکي لازم ملاتړ ولري.»
هغه زیاته کړه: «دا ستراتیژي د روغتیايي نظام په ټولو برخو کې د کیفیت، برابرۍ او حساب ورکونې د ښه والي لپاره روښانه لاره ټاکي. موږ به له ملي روغتیايي چارواکو، شریکانو او ټولنو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو، څو د دې ستراتیژۍ لومړیتوبونه په عملي اقداماتو او څرګندو پایلو بدل شي او د اړینو روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره له دوامدارې پانګونې ملاتړ وکړو.»
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دا ستراتیژي د روغتیا په برخه کې د سرچینو د لا اغېزمنې کارونې لپاره یو منظم چوکاټ وړاندې کوي او پر مهمو لومړیتوبونو لکه د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، د لوړې اغېزې لرونکو اقداماتو تمرکز، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ښه کول او د روغتیا پر اغېز لرونکو برخو کې د همغږۍ زیاتول تمرکز لري.
دغه سازمان زیاته کړې چې دا ستراتیژي د روغتیايي نظام د بدلون لپاره روښانه لید وړاندې کوي او د دوامدارو بدلونونو د ترلاسه کولو لاره ټاکي، څو د افغانستان ټولو ښځو، نارینهوو او ماشومانو ته عادلانه، باکیفیته او دوامدار روغتیايي خدمتونه برابر شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه ستراتیژي پر اوو لومړیتوب لرونکو برخو تمرکز کوي:حکومتولي او رهبري؛ د روغتیايي کاري ځواک پراختیا؛ دوامدار تمویل؛ د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول؛ خوندي درملو او روغتیايي ټکنالوژۍ ته لاسرسی؛ د روغتیايي معلوماتو د سیستمونو پیاوړتیا او د اغېزمنو همکاریو پراختیا.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا لومړیتوبونه د روغتیايي پاملرنې د کیفیت د ښه کولو، د خلکو اړتیاوو ته د خدمتونو د ځواب ویونکي کولو او په بیړنیو شرایطو کې د اساسي روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره د روغتیايي نظام د وړتیا د پیاوړتیا په موخه ټاکل شوي دي.
د دغه سازمان په وینا: «د افغانستان د عامې روغتیا ستراتیژي دا هم ټینګار کوي چې روغتیا یوازې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو پورې محدوده نه ده، بلکې د تغذیې، زدهکړې، خوندي څښاک اوبو، حفظالصحې، معیشت او ټولنیز ملاتړ له عواملو هم اغېزمنه کېږي.»
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دې ستراتیژۍ پلي کول د بېلابېلو برخو ترمنځ همغږو اقداماتو او د ټولنو، روغتیايي شریکانو او تمویل کوونکو دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري.
دا ستراتیژي په داسې حال کې معرفي شوې چې د افغانستان روغتیايي سکتور له سخت مالي کمښت او ګڼو دوامدارو بحرانونو سره مخ دی، او د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې ده.
له بلې خوا، د ښځو پر تګ راتګ د طالبانو محدودیتونه او په ځینو ولایتونو کې د نارینه محرم له شتون پرته د ښځو د درملنې بندیز، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی لا ستونزمن کړی او په هېواد کې یې روغتیايي بحران نور هم زیات کړی دی.
