د امریکا د خزانې وزیر: له ایران سره د هرمز تنګي د پرانیستلو هوکړه ښايي نن یا سبا وشي

Photo: @SecScottBessent

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وایي، له ایران سره د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د بېړیو د ازاد تګ راتګ په اړه هوکړه ښايي نن (سې‌شنبه، ۱۳ د زمري) یا سبا ترلاسه شي.

د امریکا د سي‌اېن‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې د امریکا د خزانې وزیر ویلي دي: «موږ له ایران سره په خبرو بوخت یو. امکان شته چې نن یا سبا یوې داسې هوکړې ته ورسېږو چې له مخې یې تنګی بېرته پرانیستل شي او دا شخړه د عادي حالت پر لور ولاړه شي.»

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا ایران به د دې هوکړې له مخې له بېړیو څخه د هرمز له تنګي د تېرېدو په بدل کې فیس واخلي، هغه وویل: «هغه څه چې زموږ هدف دی، د تګ راتګ ازادي ده.»

د امریکا د خزانې وزیر ویلي چې تمه لري د هغو سلګونو بېړیو د وتلو د امکان له برابرېدو سره چې په فارس خلیج کې درېدلې دي، د تېلو بیې به راکمې شي.

هغه زیاته کړې: «موضوع یوازې انرژي نه ده؛ کیمیاوي سرې، تصفیه شوي توکي او بېلابېل صنعتي ګازونه هم پکې شامل دي. د دغو توکو د بیو په کمېدو سره ښايي په بازارونو کې د ودې یوه پراخه څپه رامنځته شي.»

ایراني چارواکو تر اوسه د امریکا د خزانې وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان کړی و، چې د ایران او د سیمې هېوادونو په غوښتنه او د یوې چټکې هوکړې د ترلاسه کېدو په شرط، یې پر ایران د پراخو پلان شویو بریدونو مخه نیولې ده.

هغه وروسته وویل چې له ایران سره خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې له امریکا سره هېڅ ډول خبرې نه روانې دي.

د هرمز تنګي بېرته پرانیستل د دواړو لورو ترمنځ د خبرو له لومړنیو موضوعاتو څخه بلل کېږي. دغه نړیواله اوبه‌لاره د بیا پیل شوو نښتو وروسته یو ځل بیا د ایران له خوا تړل شوې او له امله یې په نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته