د «سپین دلفین» په نوم د توپان له امله، چې د چین ختیځو او سوېل ختیځو ساحلي سیمو ته رسېدلی، له یو میلیون ډېر کسان له خطر سره مخ سیمو څخه خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د چین د هوا پېژندنې ادارې له قوله راپور ورکړی چې د روان کال تر ټولو ستر توپان د یکشنبې په ورځ (۱۸ د زمري) د چین ختیځو او سوېل ختیځو ساحلي سیمو ته رسېدلی او لا هم دوام لري.
دغه زورور توپان له سختو بادونو او درنو بارانونو سره مل دی او د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې په اړه هم خبرداری ورکړل شوی دی.
کله چې توپان په ساعت کې د ۱۵۱ کیلومترو په سرعت د چین ختیځو او سوېل ختیځو ساحلي سیمو ته ورسېد، د ژجیانګ ایالت د ونژو ښار شاوخوا ۹۰۰ زره کسان له خپلو کورونو تخلیه او له زرو ډېر پناهځایونو ته ولېږدول شول.
همدارنګه، په فوجیان کې ۹۹ زره کسان تخلیه شوي او په شانګهای کې شاوخوا ۱۵۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.
د کښتیو تګ راتګ او د بندرونو فعالیتونه په پراخه کچه محدود شوي او د ژجیانګ، شانګهای، انهوی او جیانګسو ایالتونو په ګڼو سیمو کې ډېر درانه بارانونه شوي دي.
دغه توپان تر چین د رسېدو مخکې د جاپان په سوېلي برخو هم لګېدلی و، چې لږ تر لږه شپږ کسان یې ټپیان کړي وو.
تایوان هم د دغه توپان تر اغېز لاندې راغلی دی. که څه هم «سپین دلفین» د تایوان خاورې ته نه دی داخل شوی، خو د دغه هېواد ساحلي اوبه یې اغېزمنې کړې او لږ تر لږه شپږ کسان په کې ټپیان شوي دي.
د دوشنبې ورځې (۱۹ د زمري) تر سهاره پورې، «سپین دلفین» لا هم د چین د مرکزي او لوېدیځو سیمو پر لور روان و او تر اوسه یې خپل حرکت نه دی درولی.
د چین د ملي هوا پېژندنې مرکز د وړاندوینې برخې مشر وانګ هایپېنګ دولتي تلویزیون «سيسيټيوي» ته ویلي چې تمه ده دلفین توپان لوېدیځ لوري ته حرکت وکړي او وروسته به د چین په مرکزي او سوېل لوېدیځو سیمو کې ورو شي او په تدریجي ډول به خپل ځواک له لاسه ورکړي.
د هایپېنګ په وینا، دغه حالت ښايي د درنو بارانونو موده اوږده کړي او په ځانګړي ډول په غرنیو سیمو او د کوچنیو سیندونو په اوږدو کې د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې خطر زیات کړي.
«سپین دلفین» د روان میلادي کال تر ټولو ستر توپان بلل شوی دی. کارپوهان وايي، د نړۍ تودوخه او نامناسب اقلیمي شرایط د لا پیاوړو توپانونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
