د چمن ولسي مشرعبدالولي منډولي کمانډر ادعا کوي، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي لارې په رسمي ډول د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوي، خو له دې سره سره لاهم له دې لارې په قاچاقي ډول تګ راتګ کېږي.
کمانډر په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې اوسمهال د سپین بولدک له لارې پاکستان ته له هر اوښتونکي کس څخه له ۵۰ زرو تر ۱۰۰ زرو پاکستانۍ کلدارې پیسې اخیستل کېږي.
هغه دغه راز ادعا کړې چې طالبانو ته هر تېرېدونکي باروړونکي موټر په بدل کې یو میلیون کلدارې ورکېږي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو قاچاق په پراخه کچه روان دی.
نوموړي زیاته کړې چې له پاکستان سره د پولې د تړل کېدو له امله بېکاري اوج ته رسېدلې او لسګونه ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنې ته اړ شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله له نږدې یو کال راهیسې تورخم، غلام خان بندر، سپین بولدک او له پاکستان سره نورې ټرانزیټي لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.
