د پکتیا د برېښنا ریاست مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا د برېښنا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي انور راشد (شنبه، ۷ د وږي) د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره د ګردېز ښار اړوند د عبدالله کلا، چوڼۍ، فقیرخاک، شیخان او ډنډ غاړې سیمو ۱,۰۵۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پروژه کې نهه ترانسفارمرونه نصب او فعال شوي او د شاوخوا ۴,۰۰۰ نورو کورنیو لپاره هم د برېښنا رسولو ظرفیت لري.
راشد زیاته کړه، پلان لري چې په راتلونکي کال کې د پکتیا د مرکز ګردېز هغو سیمو او ولسوالیو ته هم د برېښنا رسولو چارې پیل کړي، چې تر اوسه ورته برېښنا نه ده رسېدلې.
بلخوا، ځایي خلکو د برېښنا له رسېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې د برېښنا په برابرېدو سره به یې په ورځني ژوند کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
