د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون، چې د دې ډلې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ فعالیت کوي، په هلمند ولایت کې د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتون جوړول تصویب کړي دي.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر نن (یکشنبه، د وږي ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه روغتون به په ۱۲ زره متره مربع ځمکه کې جوړ او د ۲۰۰ بسترو ظرفیت به ولري.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې دغه روغتون په شاوخوا دوو کلونو کې جوړ شي او بېړنۍ، بسترۍ، ارتوپیدي، سترګو، عصبي او رواني، ماشومانو او نسایي ـ ولادي څانګې به ولري.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر څرګنده کړې نه ده چې د دغه روغتون د جوړولو لګښت به له کومې سرچینې تمویل شي.
تر دې وړاندې طالبانو د بامیان او پنجشېر په څېر ولایتونو د کانونو له استخراج څخه ترلاسه شوې عواید په نورو ولایتونو، په ځانګړي ډول جنوبي ولایتونو کې د پراختیايي او ودانیزو چارو لپاره ځانګړي کړي دي.
له دې سربېره، طالبانو تر دې مخکې په کابل لوېدیځ کې د یوه روغتون تجهیزات او امکانات د پلازمېنې ختیځې برخې ته انتقال کړي وو، چې له پراخو نیوکو سره مخ شول. د روغتیايي چارو یو شمېر شنونکو دا اقدام د افغانستان د خلکو یوې برخې ته له روغتیايي خدمتونو او امکاناتو څخه د محرومیت لامل بللی و.
