په بغلان کې یو قومي مشر وژل شوی

Photo: Provided

په بغلان ولایت کې سرچینې تاییدوي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یو قومي مشر د «ګوجر کوچیانو» له لوري وژل شوی دی.

سرچینې وایي، وژل شوی کس فیض‌محمد نومېده او په دوشي ولسوالۍ کې د هزاره‌وو د اهل سنتو له مخورو سپین‌ږیرو څخه و.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته تایید کړې چې فیض‌محمد د جمعې په شپه د دوشي ولسوالۍ د زارغې په کلي کې هغه مهال د ګوجر کوچیانو په وسله‌وال برید کې ووژل شو، چې د خپل حاصل د ساتنې لپاره په خرمن‌ځای کې و.

تر اوسه د دغه قومي مشر د وژنې انګېزه او عاملان نه دي مشخص شوي. په بغلان کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې وایي، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د فیض‌محمد ورور هم د ګوجر کوچیانو له لوري وژل شوی و.

د سرچینو په وینا، په دوشي ولسوالۍ کې د ګوجر کوچیانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ له څه مودې راهیسې ترینګلتیا او شخړې روانې دي.

سرچینې زیاتوي چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د څړځای پر سر د دوشي ولسوالۍ د دهن‌پیازقول کلي د اوسېدونکو او ګوجر کوچیانو ترمنځ په نښته کې د سیمې دوه اوسېدونکي ټپیان شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته