د طالبانو ویاند په خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د تړل کېدو پخلی وکړ

photo: RTA

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال په خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د تړل کېدو موضوع په ضمني ډول تایید کړې ده.

مجاهد نن (یکشنبه، د وږي ۸مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، هغه برخې چې خصوصي پوهنتونونه په کې «ناتوانه» وي، تړل کېږي.

نوموړي وویل، په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو برخې «لا هم فعالې دي» او لا به پیاوړې شي.

هغه زیاته کړه: «البته کېدای شي هغه خصوصي پوهنتونونه چې په دې برخو کې کمزوري وي او یا کمزوری تدریس پکې کېږي، د تړلو طرحه یې هم شامله شي. دولتي پوهنتونونه په دې کې نه شاملېږي، بلکې برعکس، په دولتي پوهنتونونو کې لا ډېر پام کېږي.»

تېره اوونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د رهبرۍ د یوې غونډې د صورت‌جلسې تصویر خپور شو. په دغه سند کې لیکل شوي وو چې د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي وتړل شي او په دغو برخو کې خصوصي تدریس هم ودرول شي.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد له پوهنتونونو څخه ځینې نورې څانګې هم حذف کړې دي، چې د هنر او موسیقۍ برخې یې له ډلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته