روغتیايي مسوولان وايي، د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۸۶ کسان په ایډز یا اچآیوي اخته شوي دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د طلوعنیوز د راپور له مخې، د افغان ـ جاپان روغتون مسوولان وايي چې د ایډز پېښې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوې دي.
د افغان ـ جاپان روغتون د اچآیوي/ایډز څانګې مسوول، محمدخان هدایت، ویلي دي: «موږ په ۱۴۰۱ کال کې په ټول کال کې ۸۱ ناروغان ثبت کړي وو، خو تېر کال مو په یوه کال کې ۲۰۰ کسان ثبت کړل. په تېرو پنځو میاشتو کې مو ۸۶ ناروغان ثبت کړي دي.»
تېر کال خپرو شویو شمېرو ښودله چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د اکتوبر تر پایه له ۸۲ زرو څخه زیاتو کسانو د ایډز معاینه کړې وه، چې له دې ډلې ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
تېر کال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د اچآیوي پروژې مشرې، دینا پټل، ویلي وو چې د نړیوالو اټکلونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان له دې ویروس سره ژوند کوي؛ خو یوازې د دغو کسانو یوه برخه پېژندل شوې او ډېری اخته کسان له خپل وضعیت څخه خبر نه دي.
د نوموړې په وینا، ډېری مثبتې پېښې د هغو کسانو ترمنځ ثبت شوې دي چې په نشهيي توکو روږدي دي او له ګډو پېچکارو (سرنجونو) څخه استفاده کوي، او همدارنګه د بندیانو ترمنځ.
د دې ملګرو ملتونو د چارواکې په وینا، له ۱۹۸۹ کال راهیسې، چې په افغانستان کې د اچآیوي لومړنۍ پېښه ثبت شوې وه، تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د ډاکترانو په وینا، ایډز یوه ویروسي ناروغي ده چې د وینې، جنسي اړیکو او له مور څخه ماشوم ته انتقالېدای شي.
تر اوسه د دې ناروغۍ لپاره قطعي درملنه نشته، خو د مناسبو طبي مراقبتونو او درملنې له لارې یې کنټرول کېدای شي.
