په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له طالبانو غوښتي چې له ځنډ پرته د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
یونیسف نن، پنجشنبه (۲۶ وږي)، په «ایکس» کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په هغه کې د لومړنۍ دورې له کچې پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی دی.
یونیسف ویلي: «حاکم چارواکي دې د زدهکړو محدودیتونه لغوه کړي او ټولو نجونو او ښځو ته دې اجازه ورکړي چې له ځنډ پرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستنې شي.»
دغه بنسټ وايي، په تېرو پنځو کلونو کې چې طالبان پر واک دي، له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه کاله وړاندې، په همدې ورځ، د ۱۴۰۰ لمریز کال د سنبلې په ۲۶مه، طالبانو د یوه فرمان له لارې په منځنیو او لیسو دورو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
