د امریکا متحده ایالاتو د دویم پرلهپسې کال لپاره د فلسطین د خودمختاره ادارې مشر محمود عباس ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره ویزه نه ده ورکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۵ د وږي) په یوه اعلامیه کې د فلسطین خودمختاره اداره او د «فلسطین د آزادۍ سازمان» د «ترهګرو ملاتړ» په تور تورن کړي دي.
دغه وزارت همداراز د فلسطین خودمختاره اداره او د فلسطین د آزادۍ سازمان تورن کړي چې د اسرائیل او فلسطین د شخړې د «نړیوالولو» لپاره یې اقدامات کړي دي؛ په دې لړ کې یې د جرمونو نړیوالې محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې ته مراجعه او د فلسطین د دولت د «یو اړخیزې» رسمیت پېژندنې هڅې یادې کړې دي.
ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي هېوادونه د عمومي غونډې په ترڅ کې د محمود عباس د ویډیويي وینا په اړه رایه ورکړي.
که څه هم د ۱۹۴۷ کال د تړون له مخې، امریکا مکلفه ده چې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو استازو ته په نیویارک کې د عمومي غونډې د ګډون لپاره ویزې ورکړي، خو دغه هېواد تېر کال هم محمود عباس ته ویزه نه وه ورکړې.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د غړو هېوادونو د مشرانو کلنۍ غونډه به له سبا، جمعې (۲۷ د وږي) څخه پیل او لس ورځې به دوام وکړي.
د محمود عباس وینا د دغې غونډې په شپږمه ورځ، له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په هماغه ورځ کې پلان شوې ده.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په «اېکس» کې په یوه پیغام کې ویلي چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو «هولناک کړاوونه» باید هېر نه شي.
هغه د غزې د سولې د طرحې پر بشپړ پلي کېدو او له هېڅ ډول محدودیت پرته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اوس د سمدستي اوربند د ټینګولو وخت دی، څو دا د عادلانه، تلپاتې او ټولګډونه سولې پر لور لومړنی ګام وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د لوېدیځې غاړې د «تدریجي الحاق» له امله پر اسرائیلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه بهیر «باید ودرول شي».
ګوټرش خبرداری ورکړی چې د «دوو دولتونو» د حللارې له پلي کېدو پرته به په منځني ختیځ کې سوله ټینګه نه شي.
