د ننګرهار په سرهرود کې د اوبو ډنډ ته د لوېدو په پېښه کې دوه ماشومانو ژوند بایللی او درې نور ژغورل شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ لپاره طالب ویاند محمد طیب حماد وايي، چې د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ اړوند «صنعتي ښارګوټي» کې د اوبو یوه ډنډ ته پنځه کسان لوېدلي چې له امله دوه ماشومان مړه شوي او درې نور ژغورل شوي دي.
د حماد په وینا، پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ٢٥ د وږي) هغه مهال شوې چې یو ماشوم اوبو ته ولوېد او د ژغورلو لپاره یې څو نور کسان هم اوبو ته ورپسې ورښکته شوی.
د هغه د مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې یوه شپږ کلنه نجلۍ او یو ۱۴ کلن هلک مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې درې نور کسان، چې عمرونه یې درې، شپږ او ۱۴ کاله دي، ژغورل شوي او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې له اوبو سره د خلکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.
