هلمند ولایت کې سیمه ییز مسوولین تاییدوي، چې د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یو چسپکي ماین چاودنې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي وواژه.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار (پنجشنبه، ۲۲ لړم) رامنځته شوې ده.
ښاغلي ځواک زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د ښاغلي داعي یو ورور ټپي شوی هم دی.
هغه زیاته کړه، چې دغه پېښه د یاد خبریال د لېږدوونکي موټر پسې د چسپکي ماین چاودنې له امله وه.
کوم وګړي یا ډلې تر اوسه د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
اخوا بې پولې خبریالانو په افغانستان کې د خبریالانو وژنې غندلي او د خبر رسونې دښمنانو پر وړاندې یې د خبریالانو د زیات خوندیتوب غوښتنه کړې ده.