د پاکستان فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا پر سیمه‌ییز حکومت د «ترهګرو ته د اسانتیاوو برابرولو» تور ولګاوه

Oplus_131072

د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي پر «ترهګرو ته د اسانتیاوو برابرولو» تور لګولی دی.

ښاغلي تارړ د جمعې په شپه (د میزان ۳مه) پر اېکس شبکې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې افریدي تر یوه اعلی وزیر ډېر د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوه قوماندان په څېر عمل کوي.

هغه ویلي: «د خیبر پښتونخوا حکومت ترهګرو ته بشپړ امکانات او اسانتیاوې برابروي؛ دا د هغوی د پالیسۍ یوه برخهاته کړې چې د دوی په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستاني طالبانو ده. سهیل افریدي تر یوه اعلی وزیر کم او د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان په څېر ډېر ښکاري.»

تارړ زیاته کړې چې د دوی په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) «بي ټیم» او د افغانستان د طالبانو د تحریک (TTA) «سي ټیم» دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي، چې په دې وروستیو کې یې د نیولو حکم هم صادر شوی، له پېښور څخه اسلام‌اباد ته د یوه لوی لاریون د پیلولو په حال کې دی.

هغه له خپلو ګوندي ملګرو او د پاکستان تحریک انصاف (PTI) له پلویانو غوښتي چې د میزان په ۱۲مه اسلام‌اباد ته په یوه لوی لاریون کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې وه چې دغه لاریون سبا، یکشنبه (د تلې ۵مه)، ترسره شي؛ خو د ځینو لاملونو له امله، د سختو امنیتي محدودیتونو، د اسلام‌اباد پر لور د ټولو سړکونو د کانتینرونو په وسیله د تړل کېدو او د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په ګډون، لاریون ځنډول شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند او د هغه پلویانو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې هم لږ تر لږه څلور ځله د عمران خان د خوشې کېدو لپاره پراخ لاریونونه او اعتراضونه شوي، چې د خیبر پښتونخوا د سیمه‌ییز حکومت مشران هم پکې ښکېل وو. په دې وروستیو کې د عمران خان یوه خور هم نیول شوې ده.

د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو او خپرونو وزیر د خیبر پښتونخوا د سیمه‌ییز حکومت مشرانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «که جرئت لرئ، مخکې راشئ.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته