د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) وايي، د تاجیکستان د برېښنا شرکت منلې چې افغانستان ته د صادراتي برېښنا اندازه زیاته کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې برشنا شرکت نن چهارشنبه، د د تلې په ۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوکړه په تاجیکستان کې د برشنا شرکت د رئیس عبدالحق همکار او د «تاجیکبرق» شرکت د رئیس محمدعمر آسوزاده ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د تاجیکستان څخه افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا د کچې د زیاتولو، د برېښنا د لېږد د شبکو د پیاوړتیا او پراختیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ د ښه کولو، تعرفو، د پانګونې د فرصتونو، تخنیکي زدهکړو او د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د برشنا مسؤلینو افغانستان ته د تاجیکستان د صادراتي برېښنا د زیاتولو غوښتنه کړې او د تاجیکستان پلاوي په دې برخه کې خپله چمتووالی څرګند کړی دی.
د تاجیکستان د برېښنا شرکت مسؤلینو او د برشنا پلاوي د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد پر کرښه هم خبرې کړې دي. همدارنګه پرېکړه شوې چې د برشنا او د تاجیکستان د برېښنا شرکت تخنیکي او سوداګریزې ډلې به د شوې هوکړې د مواردو د عملي کولو لپاره ګډ کار وکړي.
افغانستان له ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان او ایران څخه برېښنا واردوي. په دې منځ کې تاجیکستان افغانستان ته شاوخوا ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا صادروي.
د جمهوري نظام پر مهال پلان و چې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد یوه کرښه جوړه شي، خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوې.
