
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وايي چې نن پنجشنبه، د تلې ۹مه، په کونړ او هلمند ولایتونو کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
یوناما په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د وژل شویو ډېری کسان ماشومان دي او ملکي وګړي لا هم د سرحدي نښتو له امله اغېزمن کېږي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یو ځل بیا پر «تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، د نړیوالو قوانینو درناوي او ملکي وګړو ته د لا زیان د مخنیوي» پر اړتیا ټینګار کړی دی.
پاکستان نن سهار وختي د کونړ او هلمند ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړی چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان شوي او درې کورونه ویجاړ شوي دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې د «غضبللحق» عملیاتو په دوام کې، په افغانستان کې د «فتنه خوارج» او «فتنه هندوستان» په نوم د ترهګرو ډلو پر پټنځایونو او خوندي مرکزونو په دوو سیمو کې پلان شوي او دقیق هوايي بریدونه ترسره شوي دي.
