د ایران د حکومت ویاندې، فاطمه مهاجراني، تایید کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هرمز تنګي د اووه ورځني موقتي پرانیستلو په اړه د تهران وړاندیز ته د امریکا ځواب د قطري منځګړي له لارې ترلاسه کړی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، مهاجراني ویلي چې عراقچي نن، چهارشنبه د تلې په ۸مه، د کابینې په غونډه کې د امریکا ځواب د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته وړاندې کړی دی.
ایران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې داسې طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې د بندیزونو د کمولو او د سمندري محاصرې د لرې کولو په بدل کې د هرمز تنګی د اووه ورځو لپاره پرانیستل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې دغه طرحه یې رد کړې ده؛ خو ویل کېږي چې د قطر د منځګړیتوب په پایله کې امریکا هم د ایران دې وړاندیز ته خپل ځواب وړاندې کړی دی.
په همدې حال کې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران او امریکا د اووه ورځنۍ طرحې د عملي کولو پر څرنګوالي اختلاف لري، خو د طرحې پر اساسي برخو کې له یو بل سره اختلاف نه لري.
د دې طرحې بشپړ جزئیات لا نه دي خپاره شوي؛ خو د راپورونو له مخې، ایران غواړي په اوو ورځو کې د باور جوړونې اقدامات ترسره شي او په پای کې د اسلاماباد د تفاهملیک اساسي مادو ته بېرته وګرځي.
