د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د ایستلو بهیر نن، چهارشنبه د تلې په ۸مه، د اربیل له هوايي اډې څخه په بشپړ ډول پای ته ورسېد.
د عراق په شمال کې د اربیل هوايي اډه په دغه هېواد کې د امریکا وروستۍ پوځي اډه وه. د داعش پر ضد د امریکا او ائتلاف شاوخوا ۱،۵۰۰ سرتېري په دې اډه کې ځای پر ځای وو.
له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل د هغه تړون له مخې ترسره شوي چې د دواړو هېوادونو حکومتونو په ۲۰۲۴ کال کې پرې هوکړه کړې وه.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ او د صدام حسین د حکومت له نسکورولو وروسته یې دغه هېواد اشغال کړ.
په عراق باندې د امریکا له برید وروسته په دغه هېواد کې نوی حکومت رامنځته شو چې شیعه ګوندونه پکې محوري رول درلود. امریکايي ځواکونو د کلونو لپاره په عراق کې د صدام حسین له پلویانو او القاعدې سره جګړه وکړه.
امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراق څخه ووتل، خو شاوخوا درې کاله وروسته، کله چې داعش د عراق او سوریې په پراخو سیمو کې په چټکۍ سره پرمختګ وکړ، بېرته عراق ته ستانه شول څو له عراقي ځواکونو سره د دغه ډلې پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.
امریکا او د داعش پر ضد ائتلاف په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر وړاندې د «عزم راسخ» عملیات پیل کړل. په عراق کې د داعش پر ضد جګړه تر ۲۰۱۷ کال پورې روانه وه او د دغه ډلې د ځاناعلان شوي خلافت په ماتې سره پای ته ورسېده.
خو د داعش پاتې شبکې لا هم د عراق او سوریې په ځینو سیمو کې فعالې دي او وخت ناوخت په دغو دوو هېوادونو کې بریدونه کوي.
سنتکام ویلي چې امریکايي ځواکونه اوس اردن ته انتقال شوي او هلته به د ائتلاف له شریکانو او د سوریې له حکومت سره یوځای په سوریه کې د داعش پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د سنتکام قوماندان، براډ کوپر، ویلي دي:
«په داسې حال کې چې موږ شاتګ کوو او د عراق د امنیت اصلي مسؤلیت په بشپړه توګه د عراق حکومت او د دغه هېواد زړورو خلکو ته سپارو، په ټوله سیمه کې مېشت امریکايي او ائتلافي ځواکونه به لا هم چمتو وي چې د داعش له لوري د هر ډول ګواښ په رامنځته کېدو کې غبرګون وښيي.»
امریکايي ځواکونو له عراق څخه خپل پلان شوی وتل د تېر میلادي کال په اکتوبر کې پیل کړي وو. اوس چې دغه بهیر پای ته رسېدلی، په عراق کې د امریکا پوځي حضور هم پای ته ورسېد او د دغه هېواد د امنیت د تأمین بشپړ مسؤلیت د عراق حکومت ته وسپارل شو.
امریکا په داسې وخت کې له عراق څخه وتلې چې له ایران سره په جګړه کې ده.
له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې، په عراق کې د امریکا اړوند پر پوځي اډو او نورو ځایونو څو ځله د ایران پلوه وسلهوالو ډلو له خوا بریدونه شوي دي.
