د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي، د روسیې د روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې له دغه هېواد څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن (شنبه، د میزان ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې د جلالي او د روسیې د روغتیا وزیر میخایل آلبرتویچ موراشکو د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د درملو، واکسینونو او طبي وسایلو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د نوې ټکنالوژۍ د انتقال په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکتور د اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندې کړي او له روسیې یې غوښتي چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا او د عصري طبي امکاناتو د برابرولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې د روسیې د روغتیا وزیر له قوله ویل شوي چې دغه هېواد چمتو دی له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلې تخنیکي همکارۍ پراخې کړي.
د طالبانو او روسیې د روغتیا وزیرانو په روغتیايي برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د اړوندو ادارو ترمنځ پر اړیکو او همغږۍ هم ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه له جدي ستونزو سره مخ دي. د دغه هېواد روغتیايي سکتور په تېرو کلونو کې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ سره پر مخ تللی و، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته افغانستان ته بهرنۍ مرستې کمې شوې دي.
د درملو او پرمختللو طبي امکاناتو کمښت او د مسلکي روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړي ډول ښځینه ډاکټرانو، کمښت د افغانستان د روغتیايي سکتور له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.
طالبانو تېر کال له پاکستان څخه د درملو واردات منع کړل. له دې بندیز وروسته د درملو بیې لوړې شوې، په داسې حال کې چې ویل کېږي اوس هم پاکستاني درمل د قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل کېږي.
طالبانو ویلي وو چې د پاکستاني درملو بدیل به له نورو هېوادونو څخه وارد کړي.
د جواز په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې د روسیې د درمل جوړولو شرکت «فارماسینتز» له طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره تر هوکړې وروسته، ټاکل شوې وه چې د روان کال په اوړي کې افغانستان ته د درملو عرضه پیل کړي. خو د اوړي له پای ته رسېدو سره تر اوسه افغانستان ته د روسي درملو د رسېدو په اړه کوم نوی راپور نه دی خپور شوی.
