د ننګرهار ځایي سرچینې وايي چې د ننګرهار په مرکز، جلالاباد ښار کې، دوه ځوانان د برېښنا نیولو له امله مړه شوي دي.
سرچینو «اطلاعات روز» ته ویلي چې دا پېښه نن (شنبه، د تلې ۱۱مه) د جلالاباد ښار اړوند د «تالاشۍ څلورلارې» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې اسدالله او میرویس نومي دوه ځوانان، چې د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وو او دواړه د کاکا زامن وو، مړه شوي دي.
هغوی په جلالاباد ښار کې په خپل دوکان کې د برېښنا د شارټۍ له امله مړه شوي دي.
په ننګرهار کې تر دې وړاندې هم د برېښنا نیولو له امله د مرګژوبلې ورته پېښې شوې دي.
ځايي اوسېدونکي د برېښنا له وسایلو سره د خلکو بېاحتیاطي، د برېښنا شبکې زړې او خرابې برخې او د برېښنا د وسایلو د نه ترمیم له امله د ورته پېښو د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
