د نیمروز ولایتي چارواکي خبر ورکوي چې نن (شنبه، د تلې ۱۱مه) په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د یاد ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، ګل محمد قدرت، وايي چې دغه ترافیکي پېښه د زرنج ـ دلارام پر عمومي لویه لار، د سپین قرارګاه او ایرانداز په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، یوه لوکسل او یوه میرا موټر له سړک څخه منحرف شوي دي.
هغه وايي چې د پېښې یو شمېر قربانیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خلکو د بېاحتیاطۍ او ویجاړو لارو له امله په افغانستان کې وخت ناوخت ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
