بيبيسي دري ویلي، طالبانو د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو خپرول پر اېفاېم څپو ځنډولي دي.
دې رسنۍ نن (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د دې ستونزې د حل لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي.
بيبيسي ویلي، افغانستان ته یې خپرونې لا هم دوام لري او اورېدونکي کولای شي دغه خپرونې د راډیو پر لنډو او منځنیو څپو واوري.
دې رسنۍ د خپلو راډیويي خپرونو پر اېفاېم څپو د ځنډېدو لامل نه دی په ډاګه کړی.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او د لسګونو غږیزو او انځوریزو رسنیو خپرونې یې درولي دي.
سرلیک او متن لا لنډ کړهژبه یې لا روانه کړهخبر د ویبسایټ لپاره برابر کړه
