په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لتون د دغه ولایت له کانونو څخه د استخراج شویو اووه زره او ۲۳۴ قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړی دی.
د لتون په وینا، دغه اندازه زمرد نن (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) په یوه داوطلبۍ کې د شپږ میلیونه او ۹۹۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې دغه زمرد په تېرو دوو اوونیو کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي دي.
طالبان د پنجشېر د زمردو د پلور له عوایدو څخه ۱۰ سلنه مالیه اخلي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کانونو او طبیعي سرچینو استخراج په پراخه کچه روان دی. ویل کېږي چې طالبان هڅه کوي د افغانستان له ځمکلاندې سرچینو څخه د خپلې بودیجې د برابرولو لپاره ګټه واخلي؛ خو د طالبانو مخالفان دغه کار د هېواد د شتمنیو لوټل بولي.
