د بېپولې ډاکټرانو سازمان (اماساف) وايي، د بامیان ولایت په لېرې پرتو سیمو کې ځینې ناروغان د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره له خرو ګټه اخلي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، مسلمې نومې یوې امیندواره مېرمنې د خپل ماشوم د زېږون لپاره د بامیان د باغک درې یوه روغتیايي مرکز ته، چې د اماساف په ملاتړ فعالیت کوي، تر څلورو ساعتونو ډېر پر خره سفر کړی دی.
د معلوماتو له مخې، نوموړې د یوې قابلې په مرسته خپل ماشوم زېږولی او اوس اړ ده چې بېرته خپل کور ته هم پر همدې خره سفر وکړي.
اماساف وايي، د بامیان په لېرې پرتو سیمو کې د موټرو د نشتوالي له امله خره کله ناکله روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د رسېدو یوازینۍ وسیله وي.
